انځور: خواله رسنۍ

یوناما: ښوونځي او پوهنتونونه تر یوې میاشتې خلاصیږي، خو نه د ښځو او نجونو لپاره

اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وایي، چې تر یوې میاشتې به ټول افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پرمهال د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانستل شي، خو د طالبانو د اوسنۍ پرېکړې له مخې به لا هم ښځې او نجونې له زده کړو بې برخې وي.

يوناما نن (سې‌شنبه، ۲ د کب) پر خپله فيسبوکپاڼه ليکلي، چې دا د بشري حقونو نقض دی او «ځانته تر ضرر رسونې ډېر لوی» دی.

دې دفتر له اوسنيو واکمنو غوښتي چې همدا اوس دې «د ژوند د خونديتوب او سالم راتلونکي لپاره لاس په کار شي».

طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې وتړلې او په وروستيو مياشتو کې يې د ښځو پر تحصيل هم بنديز ولګاوه.

دا ډله وايي، چې د ښځو او نجونو لپاره د زدکړييزې او تحصيلي زمينې برابرولو لپاره له «شريعت» سره د برابرې طرحې پر جوړولو کار کوي؛ خو د يونيم کال تر تېرېدو وروسته هم د دې طرحې په اړه کوم خبر نشته.

طالبانو په نويمو کلونو کې هم د ښځو پر زده کړو او تحصيل بنديز لګولی و. هغه وخت يې هم ژمنه کړې وه چې نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوي خو دا ژمنه عملي نه شوه.