اطلاعات روز: د پروان ولايت په مرکز چاريکار کې سرچينې ادعا کوي، چې د طالبانو دوو غړو په دې ښار کې يو کارت پلورونکی د توپنچه ډوله وسلې په ډزو وژلی دی.
يوې باوري سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱ د کب) ناوخته شوې ده.
د دې سرچينې په وينا، د طالبانو دې دوو غړو ځانونه په دې ولايت کې د امنيې قومندانۍ غړي معرفي کړي او له يوه کارت پلورونکي [مبایل کارت پلورنکی] سره یې تر لفظي شخړې وروسته هغه د توپنچې په ډزو وژلی دی.
سرچينې زياته کړه، کله چې خلک راغونډ شوي او د طالبانو له غړو يې پوښتنه کړې چې ولې مو دا ځوان وويشت، هغوی خپل هويت کارتونه ښودلي او ورته ويلي يې دي چې د پروان ولايت له امنيې قومندانۍ سره تړاو لري او دا کس «مجرم و».
سرچينې زياته کړې، چې تر دې پېښي وروسته د طالبانو دا دوه غړي له سيمې تښتېدلي دي.
د سرچينې په وينا، د طالبانو له لوري د دې پېښي پلټنه نه ده شوې او د قتل عاملين هم نه دي تعقيب شوي.
په پروان ولايت کې د طالبانو مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې د طالبانو په جامه کې د مرموزو وژنو د پېښو راپورونه د کابل په ګډون له ډېرو نورو ولايتونو څخه ورکړل شوي دي.