د جرمني د بهرنيو چارو وزيره: اروپايي ټولنه پر طالبانو د بنديزونو په لټه کې ده

اطلاعات روز: د جرمني د بهرنيو چارو وزيره انالنا بربوک وايي، اروپايي ټولنه په دې لټه کې ده ترڅو پر طالبانو د بشري حقونو د نقض له کبله بنديزونه ولګوي.

د دویچه‌وله د راپور له مخې، هغې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر مشورې وروسته ويلي، چې طالبان د ښځو او نجونو پر خلاف د کلکو بنديزونو لګولو ته دوام ورکوي.

بربوک له خپلو هالنډي او فرانسوي سيالانو سره په خبرو کې زياته کړې، چې پر طالبانو بايد د بشري حقونو د تروړنې په خاطر بنديزونه ولګېږي.

دې ويلي: «موږ به ټول يو ځای [دا بنديزونه] د راتلونکې غونډې لپاره تيار کړو.»

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې زياته کړې چې په بشري او مرستندويو بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز د منلو وړ نه دی.

دې زياته کړې: «موږ د اروپايي اتحاديې په توګه د دې مسلې ملاتړ نه شو کولای او نه یې کوو چې بشردوستانه مرستې دې يوازې د نارينه‌وو له خوا نارينه‌وو ته ورکړل شي.»

د لوېديځو هيوادونو ښځينه بهرنيو چارو وزيرانو د جرمني – مونيخ په امنيتي کانفرانس کې د يوې ګډې اعلاميې له لارې ویلي، چې طالبان د افغانستان د نيمې ټولنې په حذفولو سره په ډېره شديده توګه بشري حقونه نقضوي.

دوی پر ښځو د طالبانو بنديزونه غندلي او ويلي يې دي چې دا ډله غواړي له عمومي ژوند څخه ښځې حذف کړي.

اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زده کړو او کار کولو حق نه لري.

له منفي غبرګونو او نړيوال فشار سره – سره طالبان له خپلو پرېکړو نه دي پر شا شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه