ننګرهار

ننګرهار کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

د دې ولایت رسنیو دفتر پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې دغه پېښه د شېرزادو ولسوالۍ د پیرنګي بارو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې په وینا، دغه ماین د طالبانو له لوري ایښودل شوی و.

خبرپاڼه زیاتوي: « ولایت شیرزادو ولسوالۍ دپیرنګي بارو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو ماشوم شهید او یو بل ټپي کړي، ترهګر هڅه کوي چې پخپلو تروریستي کړنو سره بې ګناه وګړو ته مرګ ژوبله واړوي او ویره خپره کړي.»  

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.