اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې د تورخم دروازه نن (پنجشنبه، ۴ د کب) د مسافرو او سوداګریزو موټرو پرمخ پرانستل شوه.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نورمحمد حنیف رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې د یادې دروازې د خلاصیدو خبر ورکړی دی.
نوموړی وایي، د تورخم دواړو غاړو ته د بند پاتې افغانانو ستونزه یې حل کړې او اوس هغه افغان مسافر چې پاکستان کې بند پاتې دي هېواد ته راستنېدلی شي چې تر دې دمه اجازه نه ورکول کېده.
نوموړي زیاته کړې چې د یادې دروازې د خلاصیدو په موخه د دواړو حکومتونو د ځایي چارواکو له لوري لنډ مراسم هم نیول شوي و او له مراسمو خلاصیدو وروسته یې د تورخم دروازه پرانیستله.
د تورخم دروازې د تړل کیدو له امله ګڼ شمیر افغان مسافر د تورخم دواړو خواوو ته بند پاتې وو او د څو ورځو راهیسې له زیاتو ستونزو سره مخ وو.
د یادې دروازې د تړل کیدو له امله نه یوازې سوداګرو ته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی بلکې په بازارونو کې ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې وې.
بلخوا په اسلام اباد کې د پاکستان د سفارت چارواکو هم ویلي، چې دغه دروازه به نن د مسافرو او د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره پرانستل شي.
دغه دروازه څو ورځې وړاندې د طالبانو د مسوولینو له لوري د ځینو مواردو د نه پاملرنې له امله تړل شوې وه.