انځور: STOCK PHOTO

تاجکستان کې د ۷.۲ کچې زلزله؛ د افغانستان او چين سرحدي سیمې يې هم لړزولي

اطلاعات روز: د اروپا – ارام سمندر د زلزلې د مرکز له راپور سره سم، د تاجکستان په ختيځ د «مرغاب» ښار په ۵۹ کيلومترۍ کې د ۷.۲ کچې زوروره زلزله شوې ده. دې زلزلې د چين سرحدي سیمې او د افغانستان بدخشان هم لړزولي دي.

د چين دولتي ټلويزیون سي سي ټي وي هم د دې هيواد د زلزلې د مرکز په حواله راپور ورکړی چې نن (پنج‌شنبه، ۴ د کب) سهار پر سيمه‌ييز وخت ۸:۳۷ بجې د ۷.۲ کچې زلزلې تاجکستان لړزولی دی. د دې زلزلې عمق ۱۰ کيلوميټره ښودل شوی دی.

د چين د زلزلې د مرکز په وينا، د دې زلزلې مرکز د چين د پولې په ۸۲ کيلومترۍ کې و او د کاشغر او آرتوکس په شمول په لوېديځ شين‌کيانګ کې په قوي ډول احساس شوې ده.

د شين‌کيانګ دولتي رسنيو هم ويلي دي چې د دې ايالت د اورګاډي ادارې د مسافر وړونکو ګاډو تګ ځنډولی دی.

د امريکا د زلزلې مرکز هم د تاجکستان په مرغاب کې څو زلزلې ثبت کړې دي.

د دې مرکز له اطلاعاتو سره سم، د ریښتر په کچه ۶.۸ درجې زلزلې چې مرکز يې د تاجکستان مرغاب و، د افغانستان د بدخشان ولايت اشکاشم ولسوالي او د پاکستان ځينې برخې لړزولي دي.

د افغانستان د بدخشان ولايت اوسېدونکي هم وايي، چې نن سهار يې زلزله احساس کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې د مالي او ځاني زيانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.