انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبان: د پاسپورټ د ویش بهير تر يوې اونۍ کم وخت کې بیرته پېلېږي

اطلاعات روز: د طالبانو تر مديريت لاندې د پاسپورټ رياست وايي، چې د پاسپورټ د ویش عادي بهير به تر يوې اونۍ په کم وخت کې بيرته پېل شي.

د پاسپورټ ادارې عمومي رييس عبدالکريم حسيب نن (پنج‌شنبه، ۴ د کب) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د پاسپورټ د ويش بهير به د راتلونکې اونۍ له چهارشنبې ورځې په ټول هيواد کې پېل شي.

په تلې مياشت کې د پاسپورټ د ويش بهير څو ځله وځنډول شو. ادعا کېږي چې دا مهال هم په تور بازار کې پاسپورټ په لوړه بيه توزيع کېده خو د پاسپورټ اداره دا ادعا ردوي او وايي چې کمېشنکاران پر خلکو جعلي پاسپورټونه ويشي.

د ښاریانو په وينا، د پاسپورټ د ويش په بهیر کې په زياته کچه فساد دی. ادعا کېږي چې په تور بازار کې د يوه پاسپورټ بيه څو زرو ډالرو ته رسيدلې ده.

د پاسپورټ ادارو د تړل کېدو له کبله د هيواد وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي.