د تورخم دروازه دا ځل پاکستاني لوري وتړله

اطلاعات روز: وروسته له هغې چې طالب چارواکو اعلان وکړ چې نن (پنج‌شنبه، ۴ د کب) د تورخم دروازه یې د مسافرو او سوداګریزو موټرو پرمخ پرانستله خو، څو ساعته وروسته خبر ورکړل شو چې پاکستاني لوري بیرته دروازه تړلې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه بیرته تړلې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی د تورخم دروازه له څو ورځني بندیدو وروسته نن سهار له خپل طرفه خلاصه کړې، خو پاکستاني لوري بیا یاده دروازه تړلې ده.

خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې د بلې خبرتیا له خپریدو پورې دې تورخم ته له تګ ډډه وکړي.

د تورخم دروازې د تړل کیدو له امله ګڼ شمیر افغان مسافر د تورخم دواړو خواوو ته بند پاتې دي او د څو ورځو راهیسې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د تورخم دروازه څلور ورځې وړاندې طالبانو سرپرست حکومت له لوري په دې نوم وتړل شوه، چې د دوی په خبره پاکستاني لوري د ژمنو خلاف له افغان ناروغانو سره ناسم چلند نه کار اخیسته او دوی یې په اعتراض دروازه وتړله.