وحید عمر

وحید عمر: د طالبانو نور بندیان نه خوشې کوو

اطلاعات روز: په ستراتیژيکو او عامه اړیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، د طالبانو د نورو بندیانو د خوشې کولو طرفدار نه دي.

ښاغلي عمر چې د حکومت رسنیو مرکز کې ملت ته د حساب ورکونې پروګرام کې خبرې کولې وویل، تېر ځل یې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې، د ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو په ګډون له ۵۰۰۰ ډېر بندیان ازاد کړل، خو کومه ګټه یې و نه کړه.

د ده په وینا، د هغو بندیانو په خوشې کولو سره خلکو هیله لرله، چې اوربند یا تاوتریخوالی به کم شي او طالبان به د سولې خبرو ته لا تیار شي، خو هغسې و نه شول.

وحید عمر وایي، له همدې امله د طالبانو ۷۰۰۰ بندیان نه ازادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، طالبانو له حکومت غوښتي چې د دوی ۷۰۰۰ بندیان دې ور ازاد کړي.

خو اوس په ستراتیژيکو او عامه اړیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وایي، خلک باید دا وګوري چې طالبان سوله کوي او د افغانستان اوسنۍ ټولنه مني، کنې د ده په وینا د بندیانو خوشې کول کومه ګټه نه لري او تاوتریخوالی ور سره نور هم زیاتیږي.