اطلاعات روز: د بحران ډلې په يوه راپور کې د ښځو او نجونو پر خلاف د طالبانو د رهبر فرمانونو ته په اشارې ويلي، چې که يو ديني سالار غواړي چې خپل هيواد فقر او جهالت ته کش کړي، نړۍ د هغه د مخنيوي لپاره څه نه شي کولای.
دې ډلې په خپل راپور کې چې نن (پنج شنبه،۴ د کب) خپور شوی ويلي، چې دا فرمانونه «د طالبانو د تیاره فکره رهبر يا امير هبت الله آخوندزاده له لوري خپرېږي چې خپل ځان يې په کندهار کې پټ کړی دی.»
د بحران ډلې ويلي، داسې ښکاري چې آخوندزاده پر رژيم او افغانستان د واک تر لاسه کولو په حرص کې داسې ښيي چې يو «سپېڅلی» لرليد تعقيبوي.
دې ډلې ويلي: «که يو دينسالار وغواړي چې خپل هيواد فقر او جهالت خواته بوزي، له بده مرغه نړۍ بيا د هغه د مخنيوي لپاره څه نه شي کولای؛ البته له بيا تاوتريخوالي پرته.»
د بحران ډلې د خپل راپور په يوه برخه کې ويلي، چې د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه نه کول نيمه ټولنه ځپي او همدا راز تر جنګ وروسته د اقتصاد ښه کولو لپاره د طالبانو هڅې خرابوي.
په وروستيو مياشتو کې طالبانو په مرستندويو بنسټونو کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی دی.
د طالبانو دې پرېکړو ته په ځواب کې ځينو مرستندويو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعاليت درولی دی.
د بحران ډلې ويلي: «مرستندويان په موجه توګه ناهيلي شوي دي، خو هغوی بايد د افغانانو پر هيلو او ارامئ تمرکز وکړي.»
د بحران ډلې په وينا، د نورو بحرانونو او د طالبانو د ملاتړ تورونو له وجې داسې نه ښکاري چې مرستندويان به د ملګرو ملتونو غوښتنو ته سخاوتمندانه ځواب ورکړي.
دې ډلې زياته کړې: «د دې حالت پړه پر طالبانو لوېږي مګر د دې بحران مسووليت تر يوه حده د لوېديځو هيوادونو پر غاړه هم دی، ځکه د هيواد بنسټونه د لسيزو هغې جګړې ويجاړ کړي چې دوی پکې ګډون درلود.»
د بحران ډلې په وينا، د لوېديځ انزوا او د افغانستان د دولت د پانګې مصادره کېدل د دې لامل شوي چې د افغانستان اقتصاد تر يوه حده غير موثر شي.
د بحران ډلې په راپور کې راغلي: «که له دې پوښتنې چې دا بحران چا را پيدا کړی دی تېر شو، نو لږکي او غريب وګړي يې تر ټولو بدې پايلې زغمي.»
دې ډلې ټينګار کړی چې د طالبانو وحشتناک چلند ته د ځواب ويلو تر ټولو غوره لاره به دا وي چې د زيانمنونکو ډلو د کړاو او زيان کمولو لارې – چارې وموندل شي.