انځور: خواله رسنۍ

بې پولې خبريالان: ملګري ملتونه دې د مرتضی بهبودي د خلاصون هڅې وکړي

اطلاعات روز: بې پولې خبريالان (RSF) وايي، چې د طالبانو له لوري د فرانسوي – افغان مرتضی بهبودي د نيولو موضوع يې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو دوو ځانګړو راپورچيانو ته رسولې او له هغوی يې غوښتي چې ژر تر ژره دې ازاد کړي.

د بې پولې خبريالانو له راپور سره سم، بهبودي د جنورۍ په اوومه د طالب چارواکو له خوا نيول شوی دی او اوس يې د نيول کېدو څه باندې ۵۰ ورځې کېږي.

د دې سازمان په اعلاميه کې راغلي، چې د فبروري پر ۲۴مه چې کله د عقيدې او بيان د ازادۍ د حق په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ايرنه خان او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ ته شکايت ولېږل شو، له دوی څخه غوښتنه وشوه چې د طالبانو له زندانه د مرتضی بهبودي د ازادېدو لپاره دې هر شونی کار وکړي.

د بې پولې خبريالانو د مرستې او ملاتړ مدير آنتوان برنارد ويلي: «ورځپاڼه ليکونکی مرتضی بهبودي له تېرو ۵۰ ورځو راهيسې نيول شوی دی او دا ۵۰ ورځې زيات وخت دی. موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې له طالبانو څخه د مرتضی بهبودي د خلاصون لپاره دې زموږ د غوښتنې ملاتړ وکړي. دی د ټولو رسنيزو همکارانو د احترام وړ خبريال دی بايد ژر تر ژره خوشې شي.»

طالب چارواکو د بهبودي د نيولو په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم د ده وضعيت په اړه څرګندونې کړې دي.

بهبودي د افغانستان او فرانسې دوه ګونی تابعيت لري. دی د جنوري پر ۵ مه د راپور تيارولو په موخه افغانستان ته راغی او تر خپل راتګ ۴۸ ساعته وروسته چې غوښتل يې خپل رسنيز اعتبار تر لاسه کړي، د طالبانو له خوا ونيول شو.

د بې پولې خبريالانو په وينا، تر يوې مياشتې زيات وخت کېږي چې نوموړی د کابل په يوه زندان کې ساتل کېږي او ويل کېږي چې په جاسوسۍ تورن شوی دی.

دې سازمان زياته کړې چې د بهبودي نيول کېدل د طالبانو د حکومت له لوري پر ورځپاڼه ليکونکو د زياتېدونکې انديښمنوونکې شکنجې او د هغو د ازارولو يوه بله بېلګه ده.

د بې پولې خبريالانو په وينا، له مرتضی بهبودي سره – سره دوه نور خبريالان هم د طالبانو په زندان کې دي. دې سازمان د دې ټولو خبريالانو د ژر خوشې کېدلو غوښتنه کړې.