طالبان: د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه

اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګریزو موټرو پرمخ په بشپړ ډول پرانستل شوه.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نورمحمد حنیف وایي، چې نن (شنبه، ۶ د کب) سهار پنځه نیمې بجې د تورخم دروازه په بشپړ ډول د هر ډول تګ-راتګ پرمخ خلاصه شوې ده.

حنیف زیاتوي، د تورخم دواړو غاړو ته د بند پاتې افغانانو ستونزه له پاکستاني چارواکو سره له مذاکراتو وروسته حل شوې او اوس هغه افغان مسافر چې پاکستان کې بند پاتې دي هېواد ته راستنېدلی شي چې له تیرو څو ورځو راهیسې اجازه نه ورکول کیده.

د تورخم دروازه له تیرې دوشنبې ورځې راهیسې طالبانو په دې خاطر تړلې وه، چې په خبره یې پاکستاني چارواکو له دوی سره د تورخم له لارې د تلوونکو مسافرو په تګ کې په خپلو کړو ژمنو عمل نه و، کړی.

طالبانو د تېرې پنج شنبې په ورځ هم اعلان وکړ چې دغه لاره خلاصه شوې، خو څو ساعته وروسته یې د د بیرته تړلو خبر ورکړ.

د تورخم دروازې د تړل کیدو له امله ګڼ شمیر افغان مسافر د تورخم دواړو خواوو ته بند پاتې وو او د څو ورڅو راهیسې له زیاتو ستونزو سره مخ وو.