اطلاعات روز: هرات ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولينو اعلان کړی چې په دې ولايت کې دوې ښځې او دوه نارينه «له کوره د تېښتې» او «له واده بهر اړيکې درلودلو» په تور نيول شوي دي.
په هرات ولايت کې د طالبانو امنيې قومندانۍ نن (شنبه، ۶ د کب) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې دا کسان د دې ولايت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نيولو شويو افرادو «پر خپل جرم اعتراف کړی دی» او اوس د طالبانو تر نظارت لاندې دي.
په هرات کې د طالبانو امنيې قومندانۍ له کوره د دوو ښځو د تېښتي دليل نه دی روښانه کړی.
«له کوره د تېښتې» د اصطلاح مفهوم له يوه سړي سره د يوې ځوانې نجلۍ تېښته ده چې عموما د واده په هدف کېږي.
پخوا هم له کوره د تېښتې پېښي کېدلې چې عوامل يې کورنی تاوتريخوالی او جبري واده ګڼل کېدل.