نشه یان

پکتيا کې په نشه د روږدو کسانو شمېر تر بل هر وخت زیات شوی

خبریال: امېد اشنا

د ځينو نورو ولايتونو په څېر اوس په پکتيا کې په نشه د روږدو کسانو شمېر خورا زيات شوی چې خلک يې اندېښمن کړي دي. 

روږدي کسان په مرکز کې د ګردېز لرغوني بالاحصار لاندې په يوه لويه سمڅه کې  د راټولېدو ځای لري چې ياد ګڼ کسان پکې بېلابېلې نشې کوي. 

د دوی له ډلې اسمعيل وايي چې  د بې روزګاري، کورنيو ستونزو او شخړو له امله په نشو روږدی شوی دی. 

نوموړي وويل چې خلک په بده سترګه ورته ګوري او د ناروغ پر ځای ورته پوډري، نشه يي او نور نومونه اخلي، چې په خبره يې دوی پرې ځوريږي. 

اسمعيل، چې تر دې وړاندې يې د هېواد په لويو بندرونو کې ټېلر موټر چلاوه، ور سره د پوليسو له ناوړه چلند څخه هم شکايت کوي او وايي چې ځينې مهال ياد ځای ته د ورتګ پر مهال دوی وهي او سخت کارونه پرې کوي. 

ده زياته کړه: «چرس مو هم نه څکول، خو چې بې کاره شو په دې غصب واوښتو. د هېڅ شي درک نه لګيږي، قرضداري، مريضۍ او سل قسمه مشکلات دي. حکومت مور او پلار دی، داسې نده چې موږ ليوني يو او نه پوهيږو، دلته دې راشي، که کوم جرم او غلا مې کړې وي، محبس ته مې دې ننباسي او که غلا يا بل څه مې نه وي کړې، را دې شي، ښه په خوږه دې راته ووايي چې راځه شفاخانه ته دې بوزم، داسې نده چې ما ته زندګي خوند نه راکوي او بچيان مې نه خوښيږي.»

اسماعیل چې د ټېلر موټر چلوونکی و، اوس په نشو روږدی شوی.

اجمل په نشو يو بل روږدی ځوان دی چې وايي د نشو له ژوند څخه ډېر په تنګ شوی، خو په خبره يې د کار د نشتون له امله يې له ښه کېدو وروسته بيا هم دې کار ته مخه کړې ده. 

نوموړی په ګردېز کې په نشه د روږدو کسانو لپاره د ودان په نوم د ځانګړي شل بستريز روغتون له ډاکټرانو او کارکوونکو شکايت کوي او وايي چې په ياد روغتون کې له ناروغانو سره سم چلند نه کيږي.

دی وايي: «که د ګردېز د شل بستريز روغتون په شان شفاخانه وي، دې ته خو نه ورځو؛ ځکه هغوی د مريضانو حق هم خوري، هېڅ نظافت نه وي، ډېره مرداري وي، هلته دې وړي او د بندي په شان دې ور اچوي، ولاکه هېڅ خدمت وي. خاص اوبه درباندې اچوي او بس، نور نه ډاکټر درک لري او نه خدمتګار، صفايي او نور کارونه هم په تا کوي.»

عبدالروف، چې تر دې وړاندې يې په يو هوټل کې کار کاوه، وايي چې د ځينو کسانو لخوا نشې ته هڅول شوی او اوسمهال له کورنيو ستونزو څخه د تېښتې لپاره پوډر څکوي. 

روف وايي چې دې ځای ته د ګردېز ښار د شاوخوا سيمو تر ۱۵۰ روږدي کسان د نشو لپاره راځي او زياتوي چې نشه يي توکي د ښار اړوند له ځينو کليو تر لاسه کوي. 

نوموړي وويل: «موږ کسبي خلک و، په هوټل کې کبابي وم. اوس لوفر او لنډه غر رانه جوړ شوی، ګهيځ راځو، نشې کوو او ماښام بېرته کور ته ځو، نه د چای درک شته او نه د بورې.»

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي چې د روږدو کسانو د تداوي لپاره د شل بستريز روغتون سربېره د مخدره توکو د زيانونو د کموالي او عامه پوهاوي يو ټيم هم لري چې په سيار ډول فعاليت کوي. 

احمدزي وويل چې په نشو د روږدو کسانو شمېر زيات شوی، چې شته اسانتياوې د ټولو روږدو کسانو د پوښـښ او درملنې لپاره کافي ندي او هڅه کوي چې ياد خدمتونه ډېر او معياري کړي. 

نوموړی وايي: «دا موضوع موږ له وزارت سره هم شريکه کړې ده. پر دې هم کار کوو چې بسترونه زيات کړو او بايد د دې لپاره سل بستريز تعمير جوړ شي، تر څو موږ زياته اندازه ناروغان واخلو او تداوي يې کړو؛ ځکه دا ډېره جدي موضوع ده.»

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست او امنيه قومنداني وايي چې د نشه يي توکو ځينې پلورونکي يې نيولي، خو لا هم ځينې کړۍ شته چې له بېلابېلو لارو روږدو کسانو ته ياد توکي رسوي.