اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي ادعا کوي چې سږ کال د افغانستان صادرات ۸۵ سلنه زيات شوي دي.
نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ويلي، چې د روان کال په لسو مياشتو کې د يو ميليارد او ۸۰۰ ميليونه ډالرو صادرات تاییدوي.
د ده له ادعا سره سم، دا شمېر په تېرو حکومتونو کې تر ۸۰۰ ميليونو ډالرو ډېر نه و.
عزيزي ادعا کړې، چې د افغانستان صادرات په لومړي ځل تر وارداتو زيات شوي دي.
د ده په وينا، افغانستان تر ټولو ډېر صادرات او واردات له پاکستان سره کړي دي.
داسې ښکاري چې روان کال د افغانستان ډېری صادرات د ډبرو سکرو په شمول معدني مواد دي.
طالبانو پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زيات کړي دي.
د دې ډلې د ماليې وزارت وايي، چې د تېر ميلادي کال په لومړيو لسو مياشتو کې ۲.۷ ميليون ټنه د ډبرو سکاره له هيواد له ګمرکاتو صادر شوي دي.
د دې وزارت په وينا، د ډبرو سکرو له صادراتو ۱۲ ميليارد او ۱۴۳ ميليونه افغانۍ عوايد لاس ته راغلي دي.
د طالبانو ماليې وزارت ويلي، چې دا شمېرې د تېر کال په پرتله ۱۰ ميليارده او ۲۵۰ افغانۍ زياتوالی ښيي.
دا وزارت وايي چې د افغانستان ګمرکي عوايد هم په بې مخينې توګه زيات شوي دي.
د طالبانو د ماليې وزارت په وينا، د ۱۴۰۱ مالي کال په يوولسو مياشتو کې ۱۰۰ ميليارد افغانۍ عوايد له ګمرکونو راټول شوي دي.
طالبان په داسې حال کې د صادراتو او عوايدو د زياتېدو خبر ورکوي چې د افغانستان نيم نفوس له لوږې سره مخ دی.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته فقر او لوږه زياته شوې ده.
اوچا وايي، چې روان ميلادي کال په افغانستان کې تر ۲۸ ميليونه زيات وګړي بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري.
د دې دفتر په وينا، له ۲۳ ميليونه وګړو سره مرسته لومړيتوب لري.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۴.۶ ميليونه ډالرو غوښتنه کړې ده.