اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په سويلي ولايتونو کې د کوکنارو کښت د اندازې معلومولو او بدیل موندلو په موخه د یوې پراخې سروې خبر ورکوي.
د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سروې او تحليل ریيس عبدالحق مطيع کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې ياده سروې يې د طالبانو د مشر د ۳۱ فرمان له مخې چې په ټول هېواد کې یې د نشهيي توکو پر کښت بنديز لګولی پېل کړې.
نوموړی وايي، دغه سروې يې د سويلي حوزې د ټولو ولايتونو په ۳۱۵ کليو کې ځکه پېل کړې ترڅو د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت پر ځای نوی بديل پيدا کړي.
د ده په خبره چې د کوکنارو کرکيلې د کښت معلومولو او په ځای يې د نوي بديل پيدا کولو دغه سروې به د لسګونه تخنيکي ټيمونو له لوري د يوې مياشتې په موده کې بشپړه شي.
عبدالخالق مطيع وويل:« د دې سروې اصلي هدف د کوکنارو د کرلو لاملونه پيداکول، د کوکنارو د کښت بديل په اړه ستونزې په ګوته کول او حقيقي ارقام راټولول دي.»
په ورته وخت کې کندهار کې يوشمېر کروندګرو بیا شکايت کوي چې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کښت تريوه کال بنديدو وروسته اوس هم د دغه بوټي بديل نه دی ورکول شوی.
دوی وایي، نور کښتونه د کوکنارو په څیر ګټه وټه نه کوي.
دوی د طالبانو د سرپرست حکومت او نړیوالو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کوکنارو داسې بدیل پیدا کړي چې ښه حاصل ورکړي او ګټه یې زیاته وي.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲م کال په اپريل مياشت کې په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پرکښت او قاچاچ کلک بندیز ولګوه چې ورسره یو وخت په ټول هیواد د نشه یې توکو بیې دوه برابره لوړې شوې.