اطلاعات روز: د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ پر غځیدلې لویه لار یوې ترافیکي پیښه کې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار ولایت کې د طالبانو د ترافيکو مدير نصرالدين وایي، یاده پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۷ د کب) له غرمې وروسته د «احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر» په شاوخوا کې د یوه سوزکي او مازدا ډوله موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
هغه وایي، د دغې پیښې په ترڅ کې دوه تنه چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي دي مړه شوي او نور کوم چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.
نوموړی زیاتوي، د پېښې قربانیان یې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي او نن سهار يې د هغوی کورنيو ته سپارلي دي.
په افغانستان کې د ترافيکي قوانينو نه مراعات، تېز رفتار او د سړکونو خرابوالی يو له هغو لاملونو څخه دي چې ډير کله د خلکو ژوند اخلي.