انځور: خواله رسنۍ

هيدر بار: نړيواله ټولنه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د حقونو بحران ته په غبرګون کې پاتې راغلې

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار بنسټ د ښځينه برخې مرستیالې هيدر بار نړيواله ټولنه په افغانستان کې هغه بحران ته په غبرګون ښودلو کې ناکامه ګڼلې چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي او ويلي يې دي چې دا ناکامي هر ځای د جنسيتي اپارتايد ملاتړي زړور کوي.

نوموړې دا څرګندونې د ايران په قم ښار کې د نجونو مسموم کېدلو ته په غبرګون کې کړې دي. ايراني چارواکو ويلي چې دا مسموميت قصدي و.

اغلې بار نن (دوشنبه، ۸ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي: «که دا سمه وي، نو دا يوه بله نښه ده او ښکاروي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بحران ته چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي د نړيوالې ټولنې په بېړني غبرګون کې ناکامي د جنسيتي اپارتايد ملاتړي هر ځای زړور کوي.»

اوس مهال طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو، تحصيل او کار څخه منع کړې دي.

که څه هم د طالبانو پر دې اقدام په نړيواله کچه نيوکې شوې دي؛ خو لا هم دا ډله له خپل دريځه نه ده پر شا شوې.