د سرتيري ملي ورځ؛ په غور کې د پخواني حکومت د نظاميانو کورنۍ: هيڅ عايد نه لرو

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې کب نهمه د سرتېري ملي ورځ نومول شوې، غور کې د پخواني حکومت د نظاميانو کورنۍ وایي، چې د جمهوريت تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، اوس هيڅ عايد نه لري او له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي.

محمد رحيم د جمهوري نظام د پوليسو د يوه سرتېري پلار دی چې زوی يې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

دی وايي، چې اوس مهال د خپل زوی د څلورو زامنو او لوڼو سرپرستي کوي، خو د غور د «شهيدانو او معلولينو» رياست له لوري د ده د د زوی د حقونو تر قطع کېدو وروسته، له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

محمد رحيم وويل: «زما زوی د پوليسو سرتېری و چې دوه کاله وړاندې په جګړه کې شهيد شو. اوس يې ښځه او څلور اولادونه له ما سره دي. زموږ اقتصادي وضعيت ښه نه دی. هيڅ مرسته هم نشته او زما د شهيد زوی حقوق هم نه راکول کېږي.»

د پخواني حکومت د يوه افسر ښځه چې اوس مهال د غور ولايت د فيروزکوه ښار په يوه ګوښه کې له خپلو پنځو کم عمره لوڼو سره ژوند کوي، هم د خپل ژوند له بده حالته شکايت لري.

نوموړې وايي، چې مېړه يې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو، چې اوس د بې‌کارۍ له وجې د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو لپاره د خپلو ګاونډيانو جامې مينځي.

دا میرمن زیاتوي: «اوس له پنځو لوڼو سره ژوند کوم، په کور کې هيڅ نه لرو. هيڅ بنسټ هم له موږ سره مرسته نه ده کړې. اوس موسېسې هم تړل شوې دي.»

د پخواني حکومت د نظاميانو دا کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې وړاندې د «شهيدانو او معلولينو» رياست له لوري د امنيتي ځواکونو «شهيدانو او ژوبلو» ته کوم حقونه ورکول کېدل، هغه دې اوس هم ورکړي تر څو دوی وکولای شي چې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.

دوی په عين حال کې په غور ولايت کې د مرستندويو بنسټونو د فعاليت درېدو په تړاو هم اندېښنه ښيي او د طالبانو له ځايي مسوولينو غواړي چې موسېسو ته دې د فعاليت اجازه ورکړي.

خو په غور ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولين د پخواني حکومت د نظاميانو د کورنيو په اړه څه نه وايي. په غور ولايت کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال ته په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د غور ولايت د سيمه‌ييزو سرچينو په وينا، د طالبانو په لاس د افغانستان تر سقوط وروسته د پخواني حکومت ډېری نظاميان د غچ اخيستنې له وېري او اقتصادي ستونزو له وجې اړ شوي چې هيواد پرېږدي.