طالبانو هلمند کې لس روغتيايي مرکزونه او درملتونونه وتړل

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې دې ولايت کې یې لس هغه روغتيايي مرکزونه او درملتونونه تړلي چې د فعاليت قانوني جوازونه يې نه درلودل.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر سيد احمد سعيدي وايي، چې هغه خصوصي درملتونونه او معاینه خانې چې جوازونه یې نه درلودل او غیر قانوني وو، تړلي او لا هم دغه لړۍ دوام لري.

سعید زیاته کړه، چې دغه لس روغتیایي مرکزونه او درملتونونه یې نن (چهارشنبه، ۱۰ د کب) په مرکز لښکرګاه ښار کې تړلي دي.

په دغه ولایت کې داسې روغتونونه هم تړل شوي چې د روغتونونو مخې ته یې لګول شوې لوحې نه وې اصلاح کړي.

په ورته وخت کې د هلمند ولايت اوسیدونکي د دغه اقدام هر کلی کوي او زياتوي چې لاهم په دې ولايت کې ډیری خود سره درملتونونه فعال دي او خلکو ته په خپل سر درمل ورکوي.

د دې ولايت يو اوسيدونکی محمدکريم د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له توپيري چلند پرته دې هغه ځايونه وتړي چې د فعاليت جواز نه لري.