طالبانو د باميانو د پخواني والي پنځه خپلوان بنديان کړي

اطلاعات روز: يوه سرچينه وايي، چې طالبانو د باميانو د پخواني والي طاهر زهير پنځه خپلوان د سمنګان ولايت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ده په پلرني ټاټوبي کې نيولي او بنديان کړي دي.

دا سرچينه چې د زهير له خپلوانو سره په اړيکه کې ده، نن (چهارشنبه، ۱۰ د کب) يې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې نيول شوي کسان د زهیر د زوی خسر، وراره او درې وروڼه دي.

د سرچينې په وينا، دا پنځه نفره د سلواغې پر ۲۹مه د دره صوف بالا ولسوالۍ په «کوته» سيمه کې نيول شوي او اوس هم د طالبانو په زندان کې دي.

سرچينې څرګنده کړه، چې طالبانو په همدې ورځ لومړی سيمه کلابنده کړې وه او کور په کور پلټنې يې پېل کړې وې. د سرچينې په وينا، طالبانو د سيمې ځينې خلک ځورولي هم دي.

سرچينه زياتوي چې طالبانو د زهير د کورنۍ غړو ته ويلي، چې دی بايد ورته پيدا کړي او دې ډلې ته يې وسپاري.

طالبان زهير له خپل پخواني هزاره قومندان مولوي مهدي سره په همکارۍ تورنوي. پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو د بريد پر مهال د مولوي مهدي له مرکزه د زهير عکس خپور شوی و او ويل کېدل چې دی په بلخاب کې دی.

د مولوي مهدي تر ځپل کېدو وروسته، د زهير د ځای ځايګي او فعاليت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يادونې وړ ده چې طالبانو د بلخاب تر جګړې يو څه وخت وروسته اعلان وکړ چې مولوي مهدي يې ايران ته د تېښتې پر مهال د هرات په سرحدي سيمو کې وژلی دی.

مهدي په طالبانو کې يوازينی هزاره او شيعه قومندان و. دی د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په باميانو کې د دې ډلې د استخباراتو رييس ټاکل شوی و. مهدي وروسته له دې دندې ګوښه شو او ويل کېدل چې د طالبانو د ښار جوړونې وزارت معين ټاکل شوی دی. ده په خپله ويل چې دا دنده يې نه ده منلې.

مولوي مهدي چې کله خپل پلرني ټاټوبي د سرپل بلخاب ولسوالۍ ته تللی و، طالبانو پرې سخت بريدونه وکړل او هغه يې وځپه. طالبانو خپل دا هزاره قومندان «باغي» وباله.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته