کندهار ته د اروپایي ټولنې د استازو سفر؛ توماس نیکلاسن طالبانو ته: موږ ستاسو مثبت انځور تر نړیوالو رسوو

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د دې ټولنې د پلاوي رییسې رافیلا ایوډېس کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دغلته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ګډون له ګڼو نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.

د کندهار ولایت مقام له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۰ د کب) ناوخته د اروپایي ټولنې له دغو استازو سره کتلي او له دوی یې غوښتي ترڅو نور اروپایي هیوادونه افغانستان کې د خپلو سفارتونو پرانستلو ته وهڅوي.

خبرپاڼه وایي، متقي د بې وزلو افغانانو سره د اروپایي ټولنې د مرستو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دوی دې افغانستان او اروپایي ټولنه سره نږدې کړي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې چې د اروپایي ټولنې استازي توماس نیکلسن ویلي، نړیوالو په دې اعتراف کړی چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امنیت تر پخوا ډاډمن شوی دی.

خبرپانه د توماس نیکلسن له قوله لیکي: «موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو؛ زموږ بشري مرستې به دوام ولري او موږ ستاسو مثبت انځور نړۍ ته رسوو.»

دغه راز کندهار کې د طالبانو د والي مرستیال حیات الله مبارک په خپلو خبرو کې د اروپایي ټولنې له دې استازو غوښتي ترڅو کندهار کې د وچکالۍ د مخنیوي، کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل موندلو او نورو برخو کې ورسره مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د اروپایې ټولنې استازو کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې له ګڼو نورو طالب چارواکو سره هم لیدلي او پر ځینو مهمو مسایلو یې خبرې کړي خو، د دغو لیدنو کره معلومات لا له رسنیو سره نه دي شریک شوي.