بم

ننګرهار کې دوه ماین چاودنو لسو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دوو بېلو ماین چاودنو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه ۱ دلوې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن ماښپښین یوه نیمه بجه د خوږیاڼو ولسوالۍ په ابکو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې ځای پر ځای شوي ماین په ملکي وګړو چاودنه کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

خوږاني زیاتوي، همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ په ډنډو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې په عمومي سړک د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او د دوو میرمنو په ګډون څلور نور ټپيان دي .

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.