اطلاعات روز: د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ «کوته» کلي کې سرچينې وايي، چې طالبانو د دې کلي پر اوسېدونکو فشار راوړی او له هغوی څخه يې د ۷۰ ميله وسلو غوښتنه کړې ده.
باوري سرچينو نن (شنبه، ۱۳ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې طالبانو تازه د دې کلي اوسېدونکو ته تر پنج شنبې ورځې وخت ورکړی چې دوی ته دې ۷۰ ميله وسله وسپاري.
د سرچينو په وينا، طالبانو اخطار ورکړی چې که د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکي ورته هغه اندازه وسلې ونه سپاري چې ترې غوښتل شوي، وبه نيول شي او بنديان به شي.
څو ورځې وړاندې هم د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ د «کوته» کلي اوسېدونکو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و، چې طالبانو هغوی د وسلو په درلودلو تورن کړي او ويلي يې دي: «که وسله نه لرئ پيسې يې ورکړئ.»
په تېرو ورځو کې د وحدت اسلامی مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق هم پر خپله فيسبوک پاڼه طالبان د دره صوف پر خلکو په «غچ اخيستونکي فشار او تشدد» تورن کړي و.
له دې سره – سره، د «کوته» کلي اوسېدونکي وايي، چې طالبان پر خلکو له فشار راوړلو او د هغوی له ځورولو سره يو ځای پخوانۍ نظامي او سياسي څېرې هم نيسي.
اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې منلې چې طالبانو د باميانو د پخواني والي طاهر زهير پنځه نږدې خپلوان په دره صوف بالا ولسوالۍ کې نيولي دي. په نيول شويو کسانو کې د طاهر زهير اخښی، وراره او د هغه درې وروڼه شامل دي.