اطلاعات روز: کابل کې سرچينې وايي، چې وسله والو غلو د خيرخانې کوتل په سيمه کې يو ځوان وژلی او د هغه موټر يې له ځان سره وړی دی.
ولسي سرچينو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د وژل شوي کس نوم احمد فرشید ابراهيمخيل یاد کړ او ویې ویل چې نوموړی د کاپيسا ولايت اوسېدونکی و.
يوې سرچينې وویل، چې ابراهيمخيل نن (يکشنبه، ۱۴ د کب) د سهار تر لمانځه وروسته د کابل ښار د «خيرخانې کوتل» سيمه کې د غلو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، د فرشيد عمر ۲۵ کاله و او غلو د ده د موټر اخيستلو لپاره وژلی دی.
د سرچينې په وينا، د فرشيد مړی اوس مهال د «خیرخانې کوتل هوایي پُل» سيمې په انصاري روغتون کې دی.
په کابل کې د طالبانو امنيتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په کابل او ولايتونو کې وسله والې غلاوې او وژنې يوه جدي ننګونه ده.
تېره ورځ په کندهار کې هم وسله والو غلو یو سوداګر د پیسو په خاطر وژلی و.