د پکتیا څمکنیو کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اړوند «سلیمان خېلو» سیمه کې نن (یکشنبه، ۱۴ د کب) سهار په یو کور کې ماین چاودنه کړې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ دوه غړي پکې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په دغه ولسوالۍ کې یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پېښه په کور کې د ځای پر ځای شوې پخوانۍ سرګلولې له کبله رامنځته شوې او په خبره یې چې یوه کوچنۍ نجلۍ او یوه ښځه پکې وژل شوي او د یوې نجلۍ او دوو هلکانو په ګډون درې کسان ټپیان دي.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم په دې اړه دقیق معلومات ورکړل شوي چې ایا دغه سرګلوله پخوانۍ وه او که تازه یاد کور ته وړل شوې وه.

د څمکنیو ولسوالۍ په ملکي روغتون کې یوې بلې ځایي سرچینې د یو ماشوم روغتیايي حالت بیا د اندېښنې وړ بللی دی.