بادغيس کې د کوچيانو تر منځ نښتې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

اطلاعات روز: بادغيس کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د کوچيانو تر منځ د يوې وسله والې نښتې له کبله يوه ښځه او يو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوي او دوه تنه نور ژوبل دي.

په بادغيس کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا نښته تېره ورځ (يکشنبه، ۱۴ د کب) د څړځای پر سر پېښه شوې ده. غورماچ ولسوالۍ په دې وروستيو کې د فارياب ولايت له اداري تشکيلاتو حذف شوې او له بادغيس ولايت سره يو ځای شوې ده.

په بادغیس کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ په وينا، طالبان د نښتې ځای ته تللي او د دې پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي دي.

په ځينو نورو ولايتونو کې هم کوچيان د سيمې له اصلي اوسېدونکو سره په لانجو اخته دي او کله – کله د خونړيو پېښو لامل کېږي.