طالبانو دوه ميليونه او ۷۰۰ زره ليټره بې کيفيته تېل بيرته ايران ته ولیږل

اطلاعات روز: د طالبانو د نورم او سټنډر ادارې ويلي، چې د هرات د اسلام کلا له بندره يې د بې کيفيته تيلو ۷۹ ټانکره بيرته ګرځولي دي.

دې ادارې نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دې ټانکرونو کې دوه ميليونه او ۷۷۳ زره ليټره تیل بار و.

د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې تر دې وړاندې هم بې کيفيته وارداتي تيل بيرته ايران ته لېږلي دي.

افغانستان اوس مهال له ايران او د مرکزي اسيا له هيوادونو تېل واردوي.

ويل کېږي چې له ايرانه واردېدونکي تېل د مرکزي اسيا د هيوادونو په پرتله ټيټ کيفيت لري.