اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ګډون د طالبانو بنديزونه د پرمختګ بهير ورو کوي.
اوچا نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې پر کار بنديز بشري مرستو ته د ۵۰ سلنه نفوس لاسرسی محدودوي.
د دې دفتر په وينا، د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ د هغو کورنيو په پرتله چې نارينه يې سرپرستي کوي اقتصادي ټکانونه ويني او کم عايد لري.
طالبانو په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو سربیره، په مرستندویه ادارو کې د کار کولو مخه هم نیولې ده.
دې ډلې ښځې او نجونې له زده کړو او تحصيل څخه هم را ګرځولې دي.