طالبان: د ايران له زندانونو ۲۶۸ بنديان افغانستان ته انتقال شول

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د هوکړې له مخې ۲۶۸ افغان بندیان چې په ايران کې زندانيان وو، هيواد ته راوستل شوي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد پرلپسې ټویټونو کې ليکلي، چې دا زندانيان نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) د اسلام کلا بندر له لارې هيواد ته لېږدل شوي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان کوم وګړي ايران کې په زندان محکوم شوي و، د هغه هوکړې له مخې بيرته وطن ته ګرزول شوي چې يو څو ورځې وړاندې په تهران کې د دې ډلې د څارنوالۍ په مشرۍ د طالب پلاوي او ايراني چارواکو تر منځ شوې وه.

طالبانو د ايران دا کار مثبت اقدام بللی او ويلي يې دي چې داسې اقدامات د دواړو اړخونو تر منځ اړيکې او همکارۍ پياوړې کوي.

ايران په تهران کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.

له دې سره – سره، داسې ښکاري چې له طالبانو سره د تهران اړيکې د نور نږدیوالي په حال کې دي.