خوست میشتي: لېرې پرتو ولسوالیو کې لاهم کمزوري روغتیايي خدمات وړاندې کیږي

د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د لېرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي لاهم کافي روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او په خورا کمزورو خدماتو یې د ناروغانو درملنه ترسره کیږي.

یعقوبي، صبري، سپېره، علي شېر، ځاځي میدان، موسی خېل او قلندر د خوست ولایت هغه لېرې پرتې ولسوالۍ دي چې ځايي اوسېدونکي یې په روغتیا برخه کې له ستونزو سره مخ دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره د خوست مرکز ملکي روغتون ته لېږدوي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د عامې ورغتیا ریاست مسوولین بیا د تېر په پرتله په روغتیايي چوپړونو کې د پام وړ ښه والي د راتلو خبر ورکوي.

قلندر ولسوالۍ چې په تېر نظام کې د خوست ولایت له نا امنو ولسوالیو ګڼل کېده او د طالبانو تر واک لاندې وه د نورو ستونزو ترڅنګ یې ځايي خلکو په نشت روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی درلود، خو دا چې اوس په سیمه کې امنیتي ستونزې هوارې شوي، د تېر دوو کلونو په تېرېدو یې لاهم د طالبانو په واکمنۍ کې ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

د دغې ولسوالۍ د ځنډي روغه سیمې یو اوسېدونکي نور احمد اطلاعات روز ته وویل، چې په ولسوالۍ کې یې یواځینی کلینیک د درملو او روغتیايي پرسونل له کموالي سره مخ دی چې له امله یې د سیمې د خلکو روغتیايي مشکلات نه شي حل کولی.

خلک وایي، روغتیایي کلینیکونه د پرسونل او درملو له کموالي سره مخ دي او د دوی سمه درملنه نشي کولای.

نوموړی د طالبانو د روغتیا ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي چې دوی ته دې په روغتیا برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «په قلندر ولسوالۍ کې د ځنډي سیمې، دومنده، لنډي کلي او قلندر درې د سیمو خلک له ډېرو روغتیايي مشکلاتو سره مخ دي، دلته په کلینیک کې ښځینه ډاکټرې نه لرو، دوا هم په ډېره کمه اندازه پیدا کیږي، زمونږ د ولسوالۍ نفوس ډېر زیات دی، نو پکار ده چې یو بل کلینیک هم جوړ شي او ترڅنګ یې د درملو او نورو اړینو وسایلو غم هم وخوړل شي.»

په همدې حال کې بیا د دغه ولایت د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېر نظام کې ورته دوه روغتیايي مرکزونه جوړ شوي خو اوس د امکاناتو له کموالي سره مخ دي.

د علي شېرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې سیمې اوسېدونکي نورالله محتاج وايي، ولسوالۍ کې یې روغتیايي خدمات کمزوري دي او د لارې خرابوالي له امله ناروغان هم مرکز ته پر وخت نه شي رسولی.

نوموړي په ټیلیفوني اړیکه کې اطلاعات روز ته داسې وویل: «زمونږ په سیند خور او بټۍ تاڼې سیمه کې پخوا دوه کلینیکونه جوړ شول، خو اوس دا د ډاکټرانو او درملو له کمښت سره مخ دي او حتا د ناروغ لومړنۍ درملنه هم پکې په سمه توګه نه وړاندې کیږي او بله ستونزه دا ده چې کله خلک خپل ناروغان مرکز ته انتقالوي نو د لارې خرابوالي له امله ډېر ناروغان په لاره کې ساه ورکوي.»

د صبریو ولسوالۍ روغتیایي کلینیک. انځور: خواله رسنۍ

یاد دوه روغتیايي مرکزونه د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوي چې په هماغه لومړیو کې یې د سیمې کابو ۱۰۰۰۰ کسانو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې کول، خو اوس دا کچه تر نیمايي هم ډېره راښکته شوې ده.

له دې ورهاخوا په یعقوبیو، صبریو، سپېره، ځاځي میدان او ځینې نورې هغه ولسوالۍ دي چې خلک یې د نورو لومړینو ستونزو ترڅنګ په روغتیا برخه کې هم ورته معیاري خدمات نه لري او ځايي اوسېدونکي ناروغان د خوست ملکي روغتون ته استوي، چې ډېر کله د لارو خرابوالي، موسمي ورښتونو او ځنیو نورو مشکلاتو له امله مرکز ته هم لاسرسی نه پیدا کوي.

د یادونې ده، چې د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د خوست ولایت د ځینو ولسوالیو لپاره د نویو کلینیکونو د جوړېدو ژمنې شوې وې خو له سرته رسېدو وړاندې یاد نظام راوپرځېده.

دا مهال د مرکز ترڅنګ په ټول خوست کې لسګونه روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې تر ټولو لویه ستونزه پکې د ښځینه روغتیاپالانو او درملو کموالی بلل کیږي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د روغتیا ریاست چارواکي روغتیايي خدمتونو ته په لاسرسي برخه کې د لېرې پرتو ولسوالیو د اوسېدونکو دا ادعا نه مني چې ګواکې روغتیايي مرکزونه دې د درملو، روغتیاپالانو او نورو امکانات له کموالي سره مخ شوي وي، بلکې د دوی په وینا چې خپل خدمات یې دوه برابره زیات کړي دي.

د دغه ولایت د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر فضل کریم له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د لیرې پرتو او غرنیزو ولسوالیو لپاره یې د مبایل ټیمونه او کلینیکونو کې درمل او نور وسایل استولي دي.

هغه وویل: «په لېرې پرتو سیمو کې مونږ په خدماتو د پخوا په پرتله ۷۰ فیصده ښه والی راوستلی دی، پخوا په دغو ولسوالیو او سیمو کې هیڅ هلته خدمات نه وړاندې کېدل او اوس مونږ هلته د مبایل ټیمونه او په کلینیکونو کې دوا یو په دوه چنده کړې ده او پرسونل هم د تېر په پرتله زیات شوی دی.»

د کریم په وینا چې د لیرې پرتو سیمو لپاره یې په راتلونکي کې ځانګړي پلانونه چمتو کړي او زیاتوي چې اړتیا ته په کتو به په ځینو ولسوالیو کې معیاري روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي چې اوس مهال په خوست ولایت کې هیڅ داسې ساحه نشته چې هلته دې ځايي خلکو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی و نه لري.

ډاکټر فضل کریم دا هم وویل، چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت له لوري ورسره د پنځو نویو امبولانسونو همکاري هم وشوه، چې له مخې به یې په روغتیا برخه کې د پام وړ مثبت اغېز ولري.

هغه وویل: «مونږ د خلکو دا نیوکه پر ځای نه بولو چې په روغتیايي مرکزونو کې دې درمل او نور امکانات کم وي، مونږ اوس په خوست کې هیڅ سپینه ساحه نه لرو او په ځینو ساحو کې د مبایل ټیمونو په مرسته خلکو ته خدمات وړاندې کوو او بل دا څو ورځې وړاندې له مونږ سره د ۵ امبولانسونو همکاري وشوه چې دا به په روغتیا برخه کې یو مهم ګام و اوسي او زمونږ خدمات به لا معیاري شي.»

د خوست ولایت روغتیا ریاست سره د پنځو نویو امبولانسونو مرسته شوې. انځور: خوست روغتیا ریاست پاڼه

د خوست ترڅنګ د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو د روغتیا وزارت له لوري د ۱۲۵ امبولانسونو همکاري کړې ده.

د تېرو دوو لسیزو جګړو نه یوازې په خوست کې روغتیایي برخه ځپلې او خلک یې له هر ډول خدمتونو بې برخې کړي و، بلکې د پوهنې، رغونې او مخابراتو برخو کې هم له ورته ستونزو سره مخ و، خو اوس د امنیتي وضعیت په ښه کېدو یې لاهم شته ستونزې نه دي هوارې شوي.