اطلاعات روز: طالبانو د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې لس تنه د واده په مراسمو کې د دریا یا چمبې وهلو په تور نیولي دي.
یوه ځایي سرچینه وایي، چې دغه کسان د تېرې یکشنبې شپه (۱۴ د کب) د مارجې ولسوالۍ په سعیدي سيمه کې نيول شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې هم ښکاري چې طالبانو د یو شمیر کسانو لاسونه تړلي او په مخ کې یې دریا یا جمبې لیدل کېږي.
د هلمند لپاره د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دریا وهل د خوښۍ په مراسمو کې د افغانانو د کلتور یوه برخه ده.
طالبانو د ودونو په ګډون د خوښۍ په مراسمو کې د موسیقي غږول هم منع کړي دي.
دا ډله موسیقي اورېدل او سندرې ویل حرام ګڼي.