د ملګرو ملتونو عمومي منشي: افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له مبارزې لاس نه اخلو

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش د ښځو د وضعيت په اړه د کميسيون په غونډه کې وويل، چې دا سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له مبارزې لاس نه اخلي.

ده ويلي، چې د ښځو د وضعيت په اړه د کميسيون غونډه په ملګرو ملتونو کې له مهمو کلنيو پېښو څخه ده او د ده په وينا، په داسې حال کې چې د ښځو له حقونو په ټوله نړۍ کې ناوړه ګټه اخيستل کېږي، ګواښل کېږي او تروړل کېږي نو نور هم زيات ارزښت پیدا کوي. دا غونډه پرون (دوشنبه، ۱۵ د مب) وشوه.

ګوتريش زياته کړې، چې د څو لسيزو پر مهال د ښځو د حقونو په اړه تر لاسه شوې لاسته راوړنې د له منځه تلو په حال کې دي.

ده زياته کړې، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له ټولنيز ژوند څخه حذف شوي او په ډېری ځايونو کې يې جنسي او د حامله‌توب حقونه شاته غورځول شوي دي.

ګوتريش ویلي، چې په يو شمير هيوادونو کې چې نجونې ښوونځيو ته ځي د انسان تښتونې او تېري له خطر سره مخ دي.

د ده په وينا، د زېږون پر مهال د ښځو مړينه مخ پر زياتېدو ده او په هرو دوو دقیقو کې يوه ښځه د زېږون پر مهال مري.

ګوتريش زياته کړې چې د ده مرستيالې افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال طالبانو ته واضح پيغام درلود، دا چې: ښځې او نجونې له اساسي بشري حقونو برخمنې دي او «موږ به د هغوی لپاره له مبارزې کولو هيڅکله لاس وانخلو.»

د بشري حقونو شورا د پرونۍ د غونډې پر مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ وويل، چې «د طالبانو قصدي سياست» د ښځو او نجونو له بشري حقونو انکار او له ټولنيز ژوند څخه د هغوی محرومول دي.

بېنټ په خپل دويم راپور کې چې تېره ورځ د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو ويلي، چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت بدتر شوی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو د حقونو سيسټماټيک نقض زيات شوی او بنسټيزې ازادۍ لکه د سولييزو غونډو جوړول، د بيان ازادي، د ژوند کولو او د بد چلند پر وړاندې د خونديتوب حق د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم پايمال کېږي.