افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خرابېدونکي وضعيت په اړه د اروپايي هيوادونو اندېښنه

انځور: HECTOR RETAMAL/AFP VIA GETTY IMAGES

اطلاعات روز: اويا اروپايي هيوادونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د يوې ګډې اعلاميې له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د «مخ پر خرابېدونکي» وضعيت په اړه ژوره انديښنه ښودلې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او تحصيل بنديز هغوی له خپلو انساني حقونو محروموي.

اروپايي هيوادونو ټينګار کړی چې د زده کړې بشپړ حق د تلپاتي پرمختګ د لاسته راوړلو لپاره اساسي شرط دی.

له دې سره – سره، اروپايي هيوادونو ويلي، چې په ملي او نړيوالو سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز هغه ميليونونه افغانان له خطر سره مخ کړي چې د ژوندي پاتي کېدو لپاره يې تکيه پر بشري مرستو ده.

اروپايي هيوادونو زياته کړې: «موږ د يوه داسې راتلونکي د جوړولو لپاره ګډه ژمنه کوو چې هلته د ښځو په شمول ټول افغانان له هر ډول تبعيض پرته وکولای شي چې د افغانستان په ټولنه کې بشپړ، برابر او بامعنا ګډون ولري.»

دې هيوادونو له طالبانو غوښتي چې له نړيوالو قوانينو سره سم دې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته احترام وکړي.

د بشري حقونو د شورا غونډه چې محور يې افغانستان و، تېره ورځ (دوشنبه، ۱۵ د کب) جوړه شوه.

د بشري حقونو د شورا د تېري ورځې د غونډې پر مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ وويل، چې «د طالبانو قصدي سياست» د ښځو او نجونو له بشري حقونو انکار او له ټولنيز ژوند څخه د هغوی محرومول دي.

بېنټ په خپل دويم راپور کې چې تېره ورځ د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو ويلي، چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت بدتر شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته