کتابتون مطالعه

پکتيا کې د مطالعې دود لا هم پيکه دی

خبریال: امېد اشنا

کتاب د ژوند غوره ملګری بلل کیږي، خو د هېواد د ځينو نورو سيمو په څېر په پکتيا کې هم د بېلابېلو عواملو له امله لا هم د کتاب د ملګرتيا دود پيکه دی.

خلک او کتاب پلورونکي يې عوامل د لويو او مجهزو عامه کتابتونونو نشتون، فېسبوک او نورې ټولنيزې رسنۍ، په قانوني او غير قانوني ډول د کتابونو pdf کول او لوړې بيې يادوي.

د سيدکرم ولسوالي اوسيدونکی محمدنبي کليوال وايي چې د ښوونځي او محصلي په دوران کې ډېری ځوانان بېوزله وي او له دې امله ځينې مهال آن د رسمي کتابونو پېرلو وس نلري، چې په خبره يې له پوهنتونونو له فراغت وروسته هم ګڼ ځوانان بې روزګاره دي او د کتاب پېرلو پيسې نلري.

کليوال وويل: «پکتيا کې د کتاب لوستلو دود رښتيا هم پيکه دی؛ ځکه چې اکثره ځوانان بې وظيفې دي، اقتصاد يې ضعيف دی او د کتاب اخيستو توان نلري. دا فرهنګ په دې هم قوي کېدلی شي چې دلته لوی عامه کتابتونونه جوړ شي، نه يوازې ګردېز، بلکې ولسواليو کې هم.»

د ګردېز اوسيدونکې نجيبه احمدي بيا پر ځوانانو او د کورنيو پر مشرانو نيوکه کوي، چې د مطالعې فرهنګ دودولو په برخه کې يې ناغيړي کړې او له دې امله چې دوی مطالعه نکوي، په کورونو کې رالوييدونکي کوچنيان هم د مطالعې له ارزښتنه بې خبره پاتې کيږي.

احمدي وايي چې مطالعه د ټولو انسانانو اړتيا ده او په تېره انجونې او مېرمنې پر ځينو مسايلو د پوهېدو لپاره کتاب لوستلو ته اړتيا لري، چې بايد د کورنۍ مشران کورونو ته د کتابونو په وړلو دا مسوليت ادا کړي.

نوموړې زياته کړه: «له ټولو وروڼو او پلارانو زما دا خواهش دی چې کور ته کتابونه يوسي؛ ځکه چې د هغوی د پوهې کچه ور سره لوړيږي، مسايل او مالومات ترې اخلي او د بېلابېلو مسايلو په اړه د خپلو مالومات تشه هم پرې ډکوي. کله چې د کورنۍ غړي او مشران مطالعه کوي او ماشومان يوازې کتاب ګوري هم، ډېر مثبت تاثير پرې کوي، خو متاسفانه چې زموږ ماشومان لا هم له کتاب سره نااشنا لوييږي.»

کتاب پلورونکي بيا ټولنيزې رسنۍ، په غيرقانوني ډول د کتابونو pdf کول او د دوکانونو لوړې کرايې د کتاب د کم پلور او د کتاب لوستنې دود د پيکه کېدو عوامل يادوي.

د علمي کتاب پلورنځي مسول صديق علمي وويل:«مخکې د مطالعې دود زيات و، خو اوس کمه شوی دی. وجه يې فېسبوک او pdf ته د کتابونو اړول دي، چې ځينې خلک دا کار کوي، کله چې ځوانان کتابونه pdf کړي، بيا يې لولي هم نه. مخکې زيات خلک راتلل او کتابونه يې اخيستل، خو اوس له هغه کم دي.«

يو بل کتاب پلورونکی بسم الله وايي چې ډېری زده کوونکي، په تېره محصلين اړ دي چې کتابونه وپيري، خو نوموړی په ازاده مطالعه هم ټينګار کوي.

بسم الله دا د خوښۍ ځای بولي چې په خبره يې اوسمهال په ګردېز کې ډېر او لوی کتابتونونه شته، چې هر ډول کتابونه پکې موندل کيږي.

نوموړي زياته کړه: «د کتاب بيه له مخکې يو څه لوړه شوې ده. يو د انټرنېټ او اليکترونيکي مطالعه وي او يو داسې چې کتاب په فزيکي ډول له انسان سره وي. pdf مطالعه نه کيږي، د انسان سترګو او بدن ته هم زيان لري او کله چې يو چا سره کتاب وي، د مطالعې اخذ هم ډېر او ښه کيږي. الحمدلله اوس په پکتيا کې ډېرې کتابخانې جوړې شوې، چې د کتاب کمبود نشته، له خلکو غواړو چې مطالعه وکړي.»

د پکتيا د اطلاعاتو کلتور رييس صلاح الدين سليس هم مني چې په ګردېز او ولسواليو کې د عامه کتابتونونو نشتون د کتاب لوستنې فرهنګ د نه پياوړتيا يو لامل دی.

سليس د ياد مهم فرهنګ د عامولو او پراخېدو لپاره د ياد رياست سربېره د مدني ټولنو او نورو علمي او اکاډميکو بنسټونو همغږي او ګډ کار لازم بولي.

نوموړی وايي: «د کتاب د مطالعې دودولو لپاره ډېر کار په کار دی. مدني ټولنې، علمي تاسيسات او بنسټونه بايد د کتاب د مطالعې د لا رواجېدو او پياوړتيا لپاره لا ډېر کار وکړي.»

د يادونې ده چې اوسمهال په ګردېز کې يوازې يو عامه کتابتون شته، چې هغه هم کلونه وړاندې په يو کوچني ځای کې جوړ شوی او پکې شته کم شمېر کتابونه يې هم پخواني دي.