انځور: HECTOR RETAMAL/AFP VIA GETTY IMAGES

د مارچ اتمه؛ ملګرو ملتونو پر ښځو د طالبانو د بندیزونو د ژر تر ژره لېرې کیدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: په کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د مارچ د اتمې يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه پيغام کې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو د «سختو» بنديزونو د ژر لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دې دفتر نن (چهارشنبه، ۱۷ د کب) ويلي، چې طالبانو پر داسې قوانينو تمرکز کړی چې اکثریت ښځې او نجونې په عملي توګه په کورونو کې زنداني کوي.

يوناما زياته کړې، چې د طالبانو بنديزونه له بنسټيزو ازاديو او د بشري حقونو له هغو تعهدانو سره په ټکر کې دي چې د بشري حقونو په اړوندو اسنادو کې راغلي دي او د څو لسيزو تر جګړې وروسته د پرمختګ لپاره د افغانستان لرليد ته زيان رسوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د معاونت دفتر (يوناما) رييسې روزا اوتنبايوا ويلي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نړۍ د بل هر هيواد په پرتله د ښځو حقونه ډېر ځپل کېږي.»

دې له ټولنې د افغان ښځو او نجونو د منزوي کولو لپاره د طالبانو «قصدي او سيسټماټيک» اقدامات ناراحت کوونکي بللي دي.

اوتنبايوا زياته کړې چې په کورونو کې د نيمې ټولنې بندي کول د نړۍ يو لوی انساني او اقتصادي کړکېچ دی او دا چاره به نه يوازې ښځې او نجونې بلکې ټول افغانان په راتلونکي کې له فقر سره مخ کړي او پر نورو به يې متکي کړي.

يوناما ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه بیا تر اوسه يې د واکمنو چارواکو له لوري د ښځو پر خلاف د تبعيضي احکامو او اقداماتو يو دوامدار بهير ثبت کړی دی.

اوس مهال په افغانستان کې ښځې او نجونې د زده کړې، تحصيل او کار اجازه نه لري.

يوناما وايي، چې له زده کړو محروميت اوس مهال او په راتلونکي کې بې شمېره فزيکي، رواني او ټولنيزې پايلې لري. دې دفتر د ځانوژنې او د کم عمره ودونو پېښو ته اشاره کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې اليسون ديويديان ويلي، چې د طالبانو اقدامات پر ټولو افغانانو اغېز کوي او په راتلونکو نسلونو کې به محسوس وي.

دې ټينګار کړی دی چې د يوه سولييز او هيله بښونکي افغانستان د جوړولو لپاره بايد د ښځو او نجونو حقونه بيرته احيا شي.