اطلاعات روز: په بلخ کې د طالبانو امنيې قومنداني وايي، چې په مزار شريف ښار کې د دې ډلې له غړو سره د نښتې پر مهال اته تنه وسله وال وژل شوي دي.
د دې امنيې قومندانۍ وياند اصف وزيري وسله وال کسان «باغيان» او «اختطافچيان» ياد کړي دي.
د نوموړي په وينا، طالب ځواکونو تېره شپه (سېشنبه، ۱۶ د کب) د دې وسله والو کسانو پر خلاف عمليات کړي چې په پايله کې يې اته تنه وسله وال وژل شوي او ترڅنګ یې د طالبانو دوه غړي هم ژوبل دي.
وزيري زياته کړې چې له وسله والو کسانو درې ميله کلاشنکوف، دوې توپنچې، يو څه مهمات او دوه موټر د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو نه ده روښانه کړې چې دا افراد له کومې ډلې سره تړلي و. دا ډله خپل وسله وال مخالفين «باغيان» بولي.
خپلواکو سرچينو د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.