د ايران د بهرنيو چارو وزير: افغانستان يوه ټولګډونه حکومت ته اړتيا لري

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان يو ځل بيا ټينګار کړی چې افغانستان د ټولو بانفوذه ډلو په ګډون د يوه پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته اړتيا لري.

نوموړی دا تازه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ايران په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی دی.

اميرعبداللهيان تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۷ د کب) د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه خبري غونډه کې وويل، چې که څه هم د ايران اسلامي جمهوريت د طالبانو له حکومت سره ضمني همکاري لري، خو دا «وضعيت» يې په رسميت نه دی پېژندلی.

ده زياته کړې چې له طالب چارواکو سره د ايران د خبرو پر اساس هيله من دی چې ژر په افغانستان کې يو ټولګډونه حکومت وګوري.

دا څرګندونې په داسي حال کې کېږي چې طالب چارواکي ادعا کوي چې د دې ډلې حکومت پراخ بنسټه دی او د افغانستان ټول قومونه پکې موجود دي.

يو شمېر نور هيوادونه هم په افغانستان کې د يوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو ټينګار کوي مګر د يونيم کال له اوښتلو سره – سره د طالبانو د حکومت په جوړښت کې بدلونونه نه دي راغلي.