بلخ کې د طالبانو والي په يوه چاودنه کې ووژل شو

اطلاعات روز: بلخ ولايت کې سرچينې تاييدوي چې د دې ولايت لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل نن (پنج شنبه، ۱۸ د کب) په خپل دفتر کې ووژل شو.

په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند آصف وزيري د دې ډلې د والي وژل کېدل تاييدوي. د ده په وينا، دوه تنه نور په دې چاودنه کې ژوبل شوي دي. د دې دوو نفرو هويت نه دی ښودل شوی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د طالبانو لومړنی والي دی چې وژل کېږي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې دا يو ځانمرګی برید و.

د سرچينې په وينا چې ځانمرګي بريدګر خپل ځان دويم پوړ کې د طالبانو د والي دفتر ته رسولی او خپلو چاودېدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې. ويل کېږي چې په دې پوړ کې په خپله والي او اداري کارمندان موجود و.

په بلخ کې روغتيايي سرچينې تاييدوي چې څو ژوبل کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دې بريد مسووليت کوم کس يا ډلې  نه دی منلی.