ذبيح الله مجاهد په بلخ کې د طالبانو د والي وژل کېدل ومنل

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلې چې په بلخ کې د دې ډلې والي محمد داوود مزمل په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.

مجاهد په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په دې چاودنه کې يو بل غير نظامي هم وژل شوی دی.

ده دا چاودنه د «اسلام د دښمنانو» کار بللی، خو د هغې د څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ويلي.

مجاهد په دې اړه د څېړنو د پيلېدو خبر ورکړی دی.

نن (پنج شنبه، ۱۸ د کب) په بلخ کې د طالبانو د والي په دفتر کې چاودنه وشوه.

سرچينې وايي، چې بريدګر په دويم پوړ کې د طالبانو د والي دفتر ته ځان رسولی و او خپلو چاودېدونکي موادو ته يې چاودنه ورکړې.

وړاندې په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند آصف وزيري ويلي و، چې په دې چاودنه کې والي له دوو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچينو ويلي، چې د پېښې له ځايه څو ژوبل کسان هم روغتونونو ته انتقال شوي دي.

تر اوسه هيڅ ډلې د دې چاودنې مسووليت نه دی منلی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته محمد داود مزمل د طالبانو لومړنی والي دی چې وژل کېږي.