د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزير: له لوی عمر سړیو سره د کم عمره نجونو نکاح‌ګانې دې ختمې شي

اطلاعات روز: د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي له لوی عمر سړیو سره د کم عمره نجونو د نکاح ختمېدل غوښتي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزیون د حنفي په وينا ويلي چې «په نکاح کې د نجلۍ اختيار مهم دی او دا چې پلار يا ورور په خپله خوښه کم عمره نجلۍ مشر سړي ته په نکاح کوي، دا کيسه بايد ختمه شي.»

حنفي د ولسې جرګې له پخواني غړي سيد احمد سيلاب سره چې ډلييز ودونه تنظيموي، په ليدنه کې ټينګار کړی چې د زياتو ولورونو په اړه بايد خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، تر څو هغوی وپوهېږي چې «د کم مهر نکاح برکت لري».

دا طالب چارواکی په داسې حال کې له لوی عمر سړیو سره د کم عمره نجونو د ودونو د ختمولو غوښتنه کوي چې د دې ډلې غړي له کم عمره نجونو سره په واده او په جبري نکاح تورن دي.

د طالب چارواکو تر منځ د څو ښځو کول هم يو دود دی.

تېر کال د طالبانو رهبر هبت الله آخونزاده يو فرمان خپور کړی و، چې د دې ډلې لوړپوړي غړي او قومندانان يې هڅولي و چې له څو مېرمنو تېر شي. ده ويلي و چې په دې کار سره «زموږ د دښمنانو خولې خلاصېږي.»