کونړ کې د تېر حکومت د یوه سرتیري جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د پخواني حکومت د یوه سرتیري جسد موندل شوی دی.

د کونړ اوسیدونکی سبحان الله وایي، چې نن ( شنبه، ۲۰ د کب سهار د دغه ولایت مرکز اړوند «دم کلي» په خوړ کې ځایي خلکو د انعام الحق په نوم د جمهوري حکومت د یو سرتیري جسد موندلی دی.

نوموړی زیاتوي یاد کس په ډزو وژل شوی او بیا یې جسد په خوړ کې غورځول شوی دی.

سبحان الله زیاتوي: «نن سهار د اسعداباد په دم کلي کې د انعام الحق په نامه د یو عسکر جسد موندل شوی او د وژل شوي کس په وجود د مرمیو نښې هم موجودې وې یاد کس په تېر حکومت کې په ملي پولیسود کې دنده درلوده او اوس هم په دنده و.»

بلخوا د کونړ لپاره د طالبانو د والي ویاند نجیب الله حنیف هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د انعام الحق په نامه وژل شوی کس اوس مهال هم د کونړ په امنیې قومندانۍ کې دنده درلوده.

نوموړی همداراز د یاد سرتیري د وژل کیدو په اړه نور جزیات ورنه کړل خو ویې ویل، چې په دې اړه یې څیړنې پېل کړي چې جزیات به یې وروسته له رسینو سره شریک کړي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره د هیواد له نورو ولایتونو سربیره په ختیځو ولایتونو کې هم دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې قربانیان یې زیاتره د تیر حکومت کار کوونکي او عسکر دي.