اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د ايران او سعودي عربستان تر منځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د پېل هرکلی کړی او دا يې په سيمه کې د سولې او ټيکاو د ټينګښت په لاره کې مثبت ګام ګڼلی دی.
دې وزارت نن (شنبه، ۲۰ د کب) په يوه اعلاميه کې ويلي، چې خپل بهرني متوازن سياست ته په پام، د عربستان او ايران تر منځ په ډيپلوماټيکو اړيکو کې پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو د پياوړتيا لپاره مرستندوی ګڼي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له چين څخه هم مننه کړې چې په سيمه کې د ټيکاو په موخه يې د ايران او سعودي عربستان تر منځ د خبرو کوربتوب کړی دی.
د ايراني رسنيو په وينا، تهران او رياض د دوه اړخيزو اړيکو پر بيا پېل هوکړه کړې او د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د سفارتونو د پرانيستې په موخه ژر له يوه – بل سره وويني.
د ايران، عربستان او چين په درې اړخيزه اعلاميه کې راغلي: «د شويو خبرو په پايله کې د ايران اسلامي جمهوريت او د عربستان پاچاهۍ هوکړه کړې چې په حد اکثر دوو مياشتو کې به خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې بيرته پېلوي او سفارتونه او [ډيپلوماټيکې] استازولۍ به بيرته پرانيزي.»