«ښځې په اسلام کې» کانفرانس؛ د افغانستان  ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د فرمانونو پر لغوه کیدو ټینګار

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې د ملګرو ملتونو په مقر کې د پاکستان په کوربتوب د جوړ شوي کانفرانس «ښځې په اسلام کې» پر مهال مسلمانو رهبرانو د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د لګېدلو بنديزونه د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

اميري نن (شنبه، ۲۰ د کب) د يوه ټويټ له لارې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو زرداري څخه مننه کړې ده.

د اميري په وينا، مسلمانو رهبرانو د «ښځې په اسلام کې» کانفرانس پر مهال، د ښځينه حقونو د دفاع په برخه کې د اسلام د پخوانيو تګلارو يادونه کړې او د ښځو د ځپلو لپاره يې له اسلامه استفاده کول رد کړي دي.

دې ويلي، چې یادو رهبرانو د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د بنديزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې.

طالبانو د ګڼو فرمانونو له لارې پر ښځو او نجونو پراخ بنديزونه لګولي دي.

اوس مهال ښځې او نجونې د کار، زده کړو او تحصيل اجازه نه لري.