خوست کې پر پنځه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول

اطلاعات روز: د خوست ولایت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د علیشیرو او تریزیو په ولسوالیو کې هغه کوکنار له منځه وړل شوي چې د سیمې د خلکو له خوا کرل شوي و.

دخوست ولایت لپاره د طالبانو د نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر والي شاه خان وایي، چې د خپل مشرتابه د حکم سره سم یې نن (یکشنبه، ۲۱ د کب) د علیشیرو ولسوالۍ په «چرګوټي» سیمه کې په پنځه جریبه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

هغه زیاته کړه، چې د دغې مبارزې پر مهال یې په تېره یوه میاشت کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د نشه يي موادو د قاچاق، خرڅلاو او کر په تور لسګونه کسان نیولي او هم ورسره په ګڼ تعداد بېلابېل نشه يي مواد د امنیې قومندانۍ لاسته ورغلي دي.

په ورته مهال بیا د خوست ولایت لپاره  د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز وايي، چې د مخدره موادو د مخنیوي سربېره یې د ښار له مختلفو سیمو په ډېر شمېر کې په نشه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې ځانګړي شوي روغتون ته استولي دي.

بلخوا بیا په خوست ولایت کې ځینې بزګران د نشه يي بوټو کرکیله د دوی مهمه اړتیا بولي او وايي، د کرنې ریاست د نه پاملرنې له امله مجبور دي چې له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

د دغه ولایت د تریزیو ولسوالۍ یو تن بزګر ملک الف شاه له اطلاعات روز سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د نشه يي بوټو د نه کر بدل کې دې اړونده ادارې دوی ته حاصل خېزه تخمونه او نور وسایل ورکړي.

هغه وايي: «مونږ په خوست کې که کوکنار کرو یا چرس، نو دا د مجبوریت له امله کرو، ځکه مونږ د غنمو، جوارو، وريژو تخمونو توان نه لرو چې په پیسو یې واخلو، نو ځکه نشه يي بوټی کرو او که مونږ سره د تخمونو، سرې او نورو وسایلو مرسته وشي بیا دې ته نه مجبوره کیږو چې دغه حرام بوټی وکرو.»

طالبانو بار، بار ویلي چې په ټول هیواد کې یې د نشه يي توکو و کر او خرڅلاو مخه نیولې، خو د خوست سربېره پکتیا او لوګر هم هغه ولایتونه دي چې ویل کېږي روان کال پکې د چرسو بوټي په پراخه کچه کرل شوي و او په همدې ولایتونو کې یې پروسېس هم ترسره کېده.