اطلاعات روز: نن (دوشنبه، ۲۲ د کب) په ټول هيواد کې د پوليو یا ګوزڼ واکسين د تطبیق سرتاسري کمپاين پېل شو.
په دې کمپاين کې به ۹.۹ ميليونه ماشومانو ته پوليو واکسين ورکړل شي.
ټاکل شوې چې دا کمپاين به د روانې اونۍ د پنج شنبې تر ورځې دوام وکړي.
افغانستان او پاکستان يوازيني هيوادونه دي چې تر اوسه د پوليو په ختمولو نه دي بریالي شوي.
تېر کال په افغانستان کې د پوليو د دوو مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی و.
پخوا په يو شمير ولايتونو کې د جنګ له کبله د پوليو واکسين کمپاين نه کېده.
