اطلاعات روز: بدخشان ولايت کې د طالبانو د پوهنې ریاست وايي، چې د دې ډلې له يو زر او ۶۰۰ غړو څخه د سويې ازموينه واخيستل شوه، تر څو په ښوونځيو کې شامل کړای شي.
دا ازموينه تېره ورځ (يکشنبه، ۲۱ د کب) د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې اخيستل شوې ده.
په بدخشان کې د طالبانو د پوهنې رييس محراب الدين اقبال وايي، چې کوم کسان تر ۲۱ کلونو کم عمر لري، تر لسم په لوړو ټولګيو کې به جذب شي.
دی وايي، چې دا ازموينه يوازې د طالبانو د ځواکونو لپاره نه ده، بلکې هغه ځوانان هم پکې شامل دي چې د نا امنۍ له وجې له زده کړو بې برخې و.
تر اوسه لا هم نه ده معلومه چې څومره کسان به د بدخشان په ښوونځيو کې شامل شي.
په ښوونځيو کې د طالبانو شاملول او د سويې د تثبيت ازموينه په داسې مهال کې اخيستل کېږي چې د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته د هغو نجونو پرمخ د ښوونځيو دروزاې تړل شوي چې تر شپږم په لوړو ټولګيو کې دي او ښځينه محصلينې هم پوهنتون ته له تلو بې برخې شوې دي.