د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست :له ايران سره د تجارت د پراختيا په لټه کې یو

اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، چې د دې ډلې حکومت په دې لټه کې دی ترڅو د ايران هېواد سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

نوموړي دا څرګندونې نن (دوشنبه، ۲۲ د کب) په نيمروز ولايت کې د افغانستان او ايران تر منځ د ورېښمو د دويم پله د پرانيستې په مراسمو کې کړې دي.

عزیزي د سویلي خراسان له والي سره په کتنه کې ویلي: «موږ له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او زیاتوالي په لټه کې یو او هڅه مو دا ده چې ګډ اقتصادي فعالیتونه ولرو.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، چې د ایران اسلامي جمهوریت ته د دوی د سفر ترټولو مهمه موخه د ایران او افغانستان د ګډو تجارتي بندرونو د وضعیت ارزونه وه او په دې لړ کې به د نیمروز له بندر او چابهار څخه هم لیدنه وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت خبري اژانس (ایرنا) هم د نورالدین عزیزي له قوله لیکلي، چې د طالبانو حکومت لېواله دی چې د افغانستان د پرمختګ او پراختیا لپاره د ایران له تجربو، پوهې او وړتیا څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د افغانستان د لوېدیځ ګاونډي په توګه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې افغانستان ترې هر کال په میلیونونو ډالر واردات کوي.