خوست کې یو پخوانی نظامي نامعلومو کسانو له کوره بیولی

اطلاعات روز: د خوست ولایت په مرکز کې د تېر نظام د کشف آمر تورن «اسدالله» اونۍ وړاندې نامعلومو کسانو له خپل کوره بیولی او تر اوسه یې د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې اسدالله د مرکز اړوند «ډاب» کلي اوسېدونکی دی او په جمهوري نظام کې یې دغلته د میشت افغان پوځ د کشف آمر په حیث دنده ترسره کوله.

په ټولنیزو رسنیو کې د اسدالله په اړه ویل شوي چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او لاهم هلته په زندان کې دی.

دوی زیاته کړې چې د هغه کورنۍ په دغه ولایت کې د استخباراتو ریاست ته ورغلي، خو د هغوی له خوا د نوموړي د نیول کېدو خبر رد شوی دی.

تر اوسه د خوست ولایت لپاره د طالبانو امنیتي ادارو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلی، خو په دې ولایت کې د تېر نظام د امنیتي ځواکونو د خپلسرو نیونو اندېښنې پیدا کړي او د ځايي اوسېدونکو په وینا چې دا په تېره یوه میاشت کې څویم کس دی چې په یو او بل نوم نیول کیږي.