د بشر حقونو څار: په متحده عربي اماراتو کې تر دوه زرو زیات افغان وګړي بندیان دي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار بنسټ وايي، چې له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې د افغانستان له دوه زره او ۴۰۰ بيا تر دوه زره او ۷۰۰ پورې وګړي د متحده عربي اماراتو په پلازمينه ابوظبۍ کې بنديان دي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۴ د کب) د يوه راپور خپرولو له لارې د دې کسانو نيونه خپلسرې بللې او د دوی د ازادېدو غوښتنه يې کړې ده.

دا کسان د ابوظبۍ په بشري ښارګوټي کې دي. دوی له هغو زرګونو وګړو څخه دي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امريکا، ناټو د غړو او نورو هيوادونو له خوا له دې هيواده وايستل شول.

د بشر حقونو څار وايي، چې ډېری کسان چې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې مېشت دي، له خپګان او نورو رواني ناروغيو کړېږي او حقوقي مشاورينو ته لاسرسی نه لري.

د بشرحقونو د څار په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو لپاره هم کافي ښوونيز خدمات نشته.

په متحده عربي اماراتو کې د بشر حقونو څار څېړونکي جوی شي ويلي: «اماراتي چارواکو له تېرو ۱۵ مياشتو راهيسې په زرګونو افغان وګړي په سختو او بدو شرايطو کې زنداني کړي او په قضيو کې يې د پرمختګ هم هيڅ هيله نشته.»

د ده په وينا، دا کسان له افغانستانه د تېښتې تر ټروما ليدلو وروسته لا هم يو کال کېږي چې په متحده عربي اماراتو کې له بې شميره نور ستونزو سره مخ دي.

د بشر حقونو څار سازمان وايي، چې د اماراتو په بشرپالي ښارګوټي کې له ۱۶ بندي افرادو سره يې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او نوامبر په مياشتو کې مرکې کړې دي. له دوی څخه اتو يې په افغانستان کې له متحده ايالاتو سره په تړلو برنامو او يا بنسټونو کې کار کړی و.

مرکه شويو کسانو پر تګ – راتګ د محدوديتونو، د کډوالۍ وضعيت او ميشتېدنې، حقوقي مشاورينو او کافي زدکړييزو خدماتو ته د نه لاسرسي راپور ورکړی دی.

د بشر حقونو د څار له راپور سره سم، له رواني او ټولنيز ملاتړ پرته ډېری د لوړ عمر کسان او ماشومان له خپګان او نورو رواني مشکلاتو کړېږي.

د ژوند شرايط هم د پام وړ توګه خراب شوي. زندانيان له زيات ازدحام، د ودانيو له خرابېدو او د حشراتو له هجوم څخه شکايت کوي.

يوه افغان وويل: «دا کمپ د يوه زندان په څېر دی.»

يوه بل کډوال چې نه يې غوښتل خپل هويت وښيي، خپله سخته ناهيلي ښودلې او ويلي يې دي: «تر ټولو لويه ستونزه داده چې په خپل راتلونکي نه یو خبر.»

د بشر حقونو څار له متحده عربي اماراتو غوښتي چې دا افغانان دې ژر بيرته ازاد کړي او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې د خپلې کډوالۍ د وضعيت معلومولو بهير ته لاسرسی ولري.

دې بنسټ د امريکا د بهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د افغانانو د ازادۍ لپاره دې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي او د دې کډوالو هرې غوښتنې ته د رسيدګۍ بهير دې وارزوي.